اسلام آباد۔14جون (اے پي پي) د زمكې خېرازۍ تحفظ، د للمې جوړېدو او اوچ كالۍ مخ نيوي لپاره عام وګړي ته د ماحولیاتي بحران او د موسمیاتي بدلونونو تباهي کوونكو اثرات څخه خبرتيا وركول ضروري ده۔د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په دسمبر 1994 كښې د خپل يو قرارداد د لارې په 17 جون هر كال د زمكو د ’’ للمې جورېدو او اوچ كالۍ نه د تحفظ نړيوالې ورځ …
د زمكې د خېرازۍ تحفظ، د للمې جوړېدو او د اوچ كالۍ مخ نيوي لپاره عام وګړي ته د ماحولیاتي بحران او د موسمیاتي بدلونونو تباهي کوونكو اثرات څخه خبرتيا وركول ضروري ده٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔14جون (اے پي پي) د زمكې خېرازۍ تحفظ، د للمې جوړېدو او اوچ كالۍ مخ نيوي لپاره عام وګړي ته د ماحولیاتي بحران او د موسمیاتي بدلونونو تباهي کوونكو اثرات څخه خبرتيا وركول ضروري ده۔د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په دسمبر 1994 كښې د خپل يو قرارداد د لارې په 17 جون هر كال د زمكو د ’’ للمې جورېدو او اوچ كالۍ نه د تحفظ نړيوالې ورځ ‘‘ د نمانځلو پرېكړه كړې وه ٬ د كومې نه پس چې هر كال د پاکستان پشمول په ټوله نړۍ كښې دا ورځ په رسمي توګه نمانځلې كېږي ۔ د دې ورځې د نمانځلو بنيادي مقصد د زمكې خېرازي برقرار ساتل ، د صحرا جورېدو مخ نيوے او اولس ته د ماحولیاتي بحران ، د زمكې په خېرازۍ كښې د کمي ، د اوبو قلت مسائلو اود موسمیاتي بدلونونو په اړه خبرتيا وركول دي۔واضحه دې وي د نړۍ په ګنو کئی منطقو كښې د كر په زمكه كښې په بيړه كمر روان دے د كومې په نتیجه كښې چې غذائي قلت ، غربت او معاشي مسائل رامخې ته دي ۔ د زمكې په خېرازۍ كښې د کي په نتيجه تر ټولو اول نيغ په نيغه د خوراک پیداوار باندې اغير راځي او غنم ، وريژې ، جوار، دالونه، مېوه او د شينكو پیداوار متاثره كېږي ۔ د ماحولیات د پوهانو وېنا ده كه د زمكې په خېرازۍ او د كر زمكه كښې دغسې كمے راوان پاتي شو نو په سباون كښې د غذائي تحفظ يوه لويه نړيواله مسئله رامخې ته كېدې شي










