مونږ د پي ټي آئي د دور د  فسطائیت او جمهوریت څېره ليدلې ده، احسن اقبال

  اسلام آباد۔14جون  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، ترقۍ و اصلاحات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي مونږ د  پي ټي آئي د دور د فسطائیت او جمهوریت څېره ليدلې ده ، په هغه وخت كښې د  ایوان ګرفتار  غړو پروډکشن آرډر نه جاري كېدل ، غونډه كشې د ورځنۍ ایجنډا به هم د ډکټیشن د لارې چلولې شوه ۔ د اتوار په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د …

 

اسلام آباد۔14جون  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، ترقۍ و اصلاحات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي مونږ د  پي ټي آئي د دور د فسطائیت او جمهوریت څېره ليدلې ده ، په هغه وخت كښې د  ایوان ګرفتار  غړو پروډکشن آرډر نه جاري كېدل ، غونډه كشې د ورځنۍ ایجنډا به هم د ډکټیشن د لارې چلولې شوه ۔ د اتوار په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د پخواني سپیکر اسد قیصر د اړخه د پورته كړو پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزیر احسن اقبال ووئېل مونږ په بجټ بحث كوو  دلته مونږ له په  حقائق خبره پكار ده ، د غلط بیانۍ نه ډډه پكار ده ۔ مونږ د  پي ټي آئي د دور جمهوریت ليدلے دے چې كله د ایوان د ګرفتار غړو پروډکشن آرډر    اجراء لپاره مونږ سپیکر چیمبر كښې منتونه كول  خو پروډکشن آرډر نه جاري كېدل ، ده ووئېل مونږ د دوي په دور كښې د پارلمان  آزادي هم  ليدلې ده  ۔ده ووئېل  دوي د  عدلیه د آزادۍ خبره كوي  خو د دوي په دور كښې پنجاب كښې مقامي حکومتونه  بحال کړے شول  خو د سپریم کورټ په پرېكړه تر انهه مياشتو عملدرآمد ونه كړے شو ۔د دوي په دور كښې نوازشریف، شهباز شریف، مریم نواز، خواجه آصف، سعد رفیق، حمزہ شہهاز شریف او رانا ثناء الله پشمول  نور لارښود په زندان كښې پراته وو، احسن اقبال ووئېل د اسد قیصر سيمې صوابۍ له د پوهنتون  ډالۍ مونږ وركړې وه  او  د دغې پوهنتون د بنیاد تيګه ما پخپله اېښودې وه۔د دې نه وړاندې  پخواني سپیکر اسد قیصر ووئېل دا بجټ د حکومت نه د  آئي ایم ایف دے ،دا وخت  معیشت مخ په زوال دے، پخپلو خپلو دورونو  كښې په شوو اصلاحات دلته مباحثې لپاره چمتو يو، مونږ  شوګر مافیا ته لاس اچولے ؤ  ۔ ده ووئېل  مونږ په میثاق معیشت خبرو له چمتو يوو ،راځئ چې په ګده ټول  د منلو وړ الیکشن کمیشن جوړ كړو  ،مونږ د عدلیه د  آزادۍ او   د پارلیمان د مضبوطیا په  حق كښې يوو