رياض۔14جون (اے پي پي) د سعودي عرب د حج وعمرہ وزارت د ضوابط په خلاف ورزۍ او د خدمات معیار په نه تر سره كولو 21 عمرہ کمپنۍ د معطل کولو اعلان کړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه وزارت خپل بيان كښې ووئېل د تېر سيزن په كال د څو کارکردګۍ جائزو نه معلومه شوه چې د کمپنیو د خدمات معیار کم شوے او د ضوابط …
د سعودي عرب د حج وعمرہ وزارت د ضوابط په خلاف ورزۍ او د خدمات معیار په نه تر سره كولو 21 عمرہ کمپنۍ معطل کړې

مزید خبریں
رياض۔14جون (اے پي پي) د سعودي عرب د حج وعمرہ وزارت د ضوابط په خلاف ورزۍ او د خدمات معیار په نه تر سره كولو 21 عمرہ کمپنۍ د معطل کولو اعلان کړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه وزارت خپل بيان كښې ووئېل د تېر سيزن په كال د څو کارکردګۍ جائزو نه معلومه شوه چې د کمپنیو د خدمات معیار کم شوے او د ضوابط خلاف ورزي شوې ده ۔دا پرېكړه د وزارت د اړخه د بل عمرہ سیزن چمتوالي نيولو اود زائرین لپاره د اعلی معیار خدمات د باوري كولو عزم عکاسي كوي ۔په معطل كړة کمپنیو كښې د 15 د خدمات معیار پورا نه ؤ او 6 د ضوابط په خلاف ورزو معطل كړې شوي ۔ د وزارت وېنا ده دا جائزہ نظام آپریشنل او د سپروائزرۍ انډیکیټز تر مخه د سروس د معیار او د ضوابط تعمیل باوري كوي ۔د دې مقصد سروس پرووائیډز تر مينځه مسابقت زياتول، د کارکردګۍ معیار ښه كول اود سعودي وژن 2030 اهداف سر كول دي ٬ دغسې چې د عمرہ زائرین او د مسجد نبويزائرین يوه محفوظ او په زړه پورې تجربه ولري ۔وزارت په ضوابط د عملدرآمد جاري ساتلو عزم څرګندولو سره ووئېل داسې كوم هم څيز به ونه زغملې شي كوم چې د خدمات معیار یا د زائرین حقونه متاثر کړي۔یاد دې وي د حج وزارت د اړخه زائرین ته د خدمات وركونكب کمپنۍ د دې خبرې پابند كرې شوي دي چې هغوي د استوګنې او ټرانسپورټ په اړه د ټاكلي معیار پابندي وكړي ۔وزارت په قوانین عمل درآمد باوري كولو له تفتیشي کمیټۍ مقرر کړې دي










