اسلام آباد۔14جون (اے پي پي )د فټبال ورلډ کپ 2026 جوش تر بلوچستان ورسېد ٬ د ګډاني ځوانانو په شګه په زړه پورې تخلیق رامخې ته شوے دے ۔ د ګډاني په ساحل د فیفا ورلډ کپ ټرافۍ او د آفیشل لوګو په زړه پورې د شګو جوړ عكس د خلقو پام ځان ته وګرځولو ۔فنکار سمیر شوکت او د هغه ډلې په شګه د فټبال ورلډ کپ عكس …
د فټبال ورلډ کپ 2026 جوش تر بلوچستان ورسېد ، د ګډاني ځوانانو په شګه په زړه پورې تخلیق
اسلام آباد۔14جون (اے پي پي )د فټبال ورلډ کپ 2026 جوش تر بلوچستان ورسېد ٬ د ګډاني ځوانانو په شګه په زړه پورې تخلیق رامخې ته شوے دے ۔ د ګډاني په ساحل د فیفا ورلډ کپ ټرافۍ او د آفیشل لوګو په زړه پورې د شګو جوړ عكس د خلقو پام ځان ته وګرځولو ۔فنکار سمیر شوکت او د هغه ډلې په شګه د فټبال ورلډ کپ عكس په جوړولو د خلقو زرونه وګټل ، د ګډاني په ساحل په شګه جوړ عكس د لارې د فټبال سره د مينې ځاڼګرے اظهار په سوشل میډیا وائرل شو ۔د ځلمي فنکار وېنا وه دې فن زما او د بلوچستان اولس د فیفا ورلډ کپ سره مينه نړۍ ته ورمخې ته كړه ،دغسې بلوچستان كښې د فټبال زياتېدونكې جنون له امله ځلمو د ښه سهولیات اود حکومتي سرپرستۍ غوښتنه وكړه











