شمالي یمن كښې د  حوثي ډلې د ولقې لاندې کیمپ كښې يوه كډواله مېرمن د ډېرې لوږې نه په حق ورسېده ۔

  صنعا۔14جون (اے پي پي ) شمالي یمن كښې د  حوثي ډلې د ولقې لاندې  حجه ولايت  په عبس اولسوالۍ يو کیمپ كښې يوه كډواله مېرمن د ډېرې لوږې او د طبي اسانيو نه لرولو  له امله  په حق ورسېده۔ د العربیه اردو  تر مخه  مقامي کارکنانو او  خبريالانو ووئېل څو اوونۍ وړاندې هم  په دې وجوهات د مېرمن بوډا مېړه په حق رسېدلے ؤ ۔د ذرائعو تر مخه   كډوال …

 

صنعا۔14جون (اے پي پي ) شمالي یمن كښې د  حوثي ډلې د ولقې لاندې  حجه ولايت  په عبس اولسوالۍ يو کیمپ كښې يوه كډواله مېرمن د ډېرې لوږې او د طبي اسانيو نه لرولو  له امله  په حق ورسېده۔ د العربیه اردو  تر مخه  مقامي کارکنانو او  خبريالانو ووئېل څو اوونۍ وړاندې هم  په دې وجوهات د مېرمن بوډا مېړه په حق رسېدلے ؤ ۔د ذرائعو تر مخه   كډوال عبداللہ مستباني (ابو هاشم)  څوك چې د مئ  مياشت په مينځ كښې د سختې لوږې له امله په حق رسېدلے ؤ  اوس د هغه كورودانې  د کیمپ دننه په حق ورسېده ۔دا پیښه  په حجه ولايت  د كډوالو په  کیمپونو كښې د بشري خواخوږغ د ورانېدونكې صورتحال عکاسي كوي  ۔ حوثیيانو په ولقه سيمو كښې  زیاتره خلق  نړيوال او د مقامي غذائي او  د مرستې پروګرامونو كښې  د زيات كمي  او  بندېدو له امله په لوږه تېرولو مجبور دي ۔د مرستې په څانګو  كښې د كار كوونكو د ملګرو ملتونو او  غیر سرکاري تنظیمونو  مقامي او  نړيوال ملازمین د حوثیانو  لخوا د نيولو  نه پس د څو مياشتو نه  بنیادي د مرستې پروګرامز معطل دي ۔ په دې صورت حال كښې په زرګونو  كډوالې كورنيې د ژوند بچ كوونكو خوراك څښك څيزونو نه محرومه شوي دي