د اومان خارجه وزير به راتلونكې اونې د اېران دوره كوي

مسقط 23 جولائي (اے پي پي) د اومان خارجه وزير يوسف بن علوي بن عبدالله به راتلونكې اونې د اېران دوره كوي۔ د اومان سركاري خبري اژانس راپور له مخې د دورې په مهال به هغه اېراني چارواكو سره د منطقې په صورتحال خبرې كوي۔ د دې څخه وړاندې اومان اېران ته وئيلي و چې هغه دې د برتانيې نيول شوې تېل وړونكې بېړې پرېږدي۔ دا بېړې د اېران پاسدران …

مسقط 23 جولائي (اے پي پي) د اومان خارجه وزير يوسف بن علوي بن عبدالله به راتلونكې اونې د اېران دوره كوي۔ د اومان سركاري خبري اژانس راپور له مخې د دورې په مهال به هغه اېراني چارواكو سره د منطقې په صورتحال خبرې كوي۔ د دې څخه وړاندې اومان اېران ته وئيلي و چې هغه دې د برتانيې نيول شوې تېل وړونكې بېړې پرېږدي۔ دا بېړې د اېران پاسدران انقلاب د جمعې په ورځ په آبنائے هرمز كښې په تحويل كښې اخيستې وه۔ اومان وئيلي دي چې بايد كوم هېواد داسې اقدام ونه كړي چې ورسره د بېړو تګ راتګ وځپلې شي او په منطقه كښې تاؤ تريخوالې زيات شي۔

مزید خبریں