وفاقي وزير محسن نقوي سره د روسيه خپل همڅنګ ولاديمير كولاكولتسيف ملاقات٬ امنيت او د جرمونو مخنيوي كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د روسيه د كورنيو چارو وزير ولادیمیر کولاکولتسیف د كورنيو چارو وزارت دوره وكړه او وفاقي وزير محسن نقوي سره يې مهم ملاقات وكړو۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د پلاويو په كچه تفصيلي خبرې وشوې په كومو كښې چې د شريكې خوښې په چارو او په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته ودې وركولو او په امنيتي چارو خبرې وشوې۔ د كورنيو چارو وزارت …

اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د روسيه د كورنيو چارو وزير ولادیمیر کولاکولتسیف د كورنيو چارو وزارت دوره وكړه او وفاقي وزير محسن نقوي سره يې مهم ملاقات وكړو۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د پلاويو په كچه تفصيلي خبرې وشوې په كومو كښې چې د شريكې خوښې په چارو او په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته ودې وركولو او په امنيتي چارو خبرې وشوې۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دواړو هېوادونو ترميځه د منظمو جرمونو مخنيوي له په ګډه د كار كولو او د معلوماتو ګډولو مفاهمتي يادښت (اېم او يو) لاس ليك كولو پرېكړه وكړې شوه۔ دې سره سره د اېنټي ناركوټكس فورس (اے اېن اېف) او د روسيه اړوندو ادارو ترمينځه د مخدره توكو قاچاق مخنيوي له د همكارۍ زياتولو پرېكړه هم وكړې شوه ۔ په دې خبره اتفاق راغلو چې د دواړو هېوادونو د كورنيو چارو وركنګ ګروپس به ډېر زر د يو بل د هېوادونو دوره كوي۔ وفاقی وزیر محسن نقوی ووئيل د منظمو جرائمو مخنيوي مجوزه لوظنامه به د پاك روسيه همكارۍ ته ودې وركولو كښې مهمه ثابت شي۔ ده ووئيل دا مهال نزدې 1300 پاکستانی زده كوونكي د روسيه په بېلو پوهنتونونو كښې زده كړې ترلاسه كوي او پاكستان غواړي چې نور زده كونكي هم اعلی زده كړو له روسيه ته لاړ شي۔ په دې موقع د رويه داخله وزير ولادیمیر کولاکولتسیف ووئيل د ترهګرۍ ٬ مخدره توكو قاچاق او د غېر قانوني نقل مكانۍ په شمول د ټولو منظمو جرمونو نوغې ويستلو له ګډ او كوټلي ګامونه اړين دي۔ هغه ووئيل روسيه د مؤثره تګلارې او اقداماتو له امله په خپل هېواد كښې د سائبر كرائم شرح كښې 33 فيصد كمے راوستے دے او هغه په دې مېدان كښی پاكستان سره په ګډه كار كولو له خوښي لري۔ په خبور كښې د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ،  په پاكستان كښې د روسيه سفير ٬ ډی جی پاسپورټ، چیف کمشنر اسلام آباد، آئی جی اسلام آباد پولیس او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں