اسلام آباد 14 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د عيسائيانو روحاني پيشوا پوپ ليو XIV د سرجري نه پس د هغه زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔د شورو په ورځ د سوشل ميډيا په پليټ فارم ’’ايكس ‘‘ خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئيل زه د پاكستان اولس او حكومت د اړخه د پوپ ليو زر تر زره روغتيا لپاره لاس په دعا يم۔ده ووئيل نه …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د پوپ ليو د عملياتو نه پس د هغه زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د عيسائيانو روحاني پيشوا پوپ ليو XIV د سرجري نه پس د هغه زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔د شورو په ورځ د سوشل ميډيا په پليټ فارم ’’ايكس ‘‘ خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئيل زه د پاكستان اولس او حكومت د اړخه د پوپ ليو زر تر زره روغتيا لپاره لاس په دعا يم۔ده ووئيل نه يواځې د پاكستان مسيحي ورورولي بلكه ټول قام د هغه د روغتيا لپاره لاس په دعا دے۔ وزيراعظم ووئيل همدردي، امن او انساني وقار په اړه د هغه پُرعزم پيغام د پاكستان پشمول د ټولي نړۍ لپاره ډېر اهميت لري،مونږ دعا كوو چې هغه د عزم سره د انسانيت د قدر وړ خدمت سلسله روانه اوساتي۔









