اسلام آباد، 14 اکتوبر ( اے پی پی) د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې د سېکرټري لارښونې په رڼا كښې انټر بورډز کوآرډینېشن کمېشن (آئي بي سي سي) د نېشنل اګزامينېشن كوالټي سټېنډرائزډ انډېكس (اېن اي كيو اېس آئي) اسټېئرنګ کمېټۍ اولنۍ غونډه په آئي بي سي سي سېكرټرېټ ٬ اسلام آباد كښې وشوه۔ د غونډې مشري ډاكتر غلام علي ملاح ٬ اي ډي ٬ آئي بي سي سي …
د ډاكتر غلام علي ملاح په مشرۍ كښې د اېن اي كيو اېس آئي اسټېئرنګ کمېټۍ غونډه ٬ د پاكستان په 27 تعليمي بورډز كښې يو ډول او نړيوال امتحاني معيارات معارفي كولو لپاره د مجوزه فرېم ورك جاج واغستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد، 14 اکتوبر ( اے پی پی) د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې د سېکرټري لارښونې په رڼا كښې انټر بورډز کوآرډینېشن کمېشن (آئي بي سي سي) د نېشنل اګزامينېشن كوالټي سټېنډرائزډ انډېكس (اېن اي كيو اېس آئي) اسټېئرنګ کمېټۍ اولنۍ غونډه په آئي بي سي سي سېكرټرېټ ٬ اسلام آباد كښې وشوه۔ د غونډې مشري ډاكتر غلام علي ملاح ٬ اي ډي ٬ آئي بي سي سي وكړه۔ په غونډه كښې د پاكستان په 27 تعليمي بورډز كښې يو ډول او د نړيوال امتحاني معيارات معارفي كولو د مجوزه فرېم ورك جاج واغستلے شو۔ دا اقدام د امتحاني نظام معيار ٬ سپېځلتيا ٬ بې پرې او د اعتبار ښه كولو لپاره د وفاقي حكومت د عزم څرګندونه ده۔ اسټېئرنګ كمېټۍ په مجوزه اشارو ٬ د كاركردګۍ په هدفونو او د عمل درآمد په پراؤنو غور وكړو۔ د لا ښه والي لپاره یوه فرعي کمېټي جوړه كړې شوه كومه به چې مجوزه اشارو او هدفونو ته حتمي شكل وركولو له سفارشات مرتب كوي او راروانې غونډې ته به وړاندې كوي۔ د اېن اي كيو اېس آئي مقصد په ګرد هېواد كښې د امتحاني معيار جاج اغستلو له يو فعاله ٬ يو ډول او د باور وړ نظام رامنځته كول دي۔ د دې د لارې به د امتحان اغستو تګلاره كښې ښه والے ٬ د تعليمي بورډز ترمينځه د معيار او نتيجو تقابلي جائزه ٬ د اولسي باور زياتولو او د پاكستان د ثانوي او اعلی ثانوي تعليمي سندونو په نړيواله كچه قبوليت ته ودې وركولو له مرسته ترلاسه شي۔ تمه لرلې شي چې دا اقدام به هغو زده کوونکو لپاره ډیر فرصتونه رامخې ته کړي كوم چې په پاکستان او بهر هېوادنو كښې زده كړې ترلاسه كول غواړي۔ ډاكټر غلام علي ملاح ووئيل اېن اي كيو اېس آئي د پاكستان امتحاني نظام په عصري بنيادونو اودرولو ٬ يو ډول معيار معارفي كولو او پرله پسې بهترۍ پلو يو مهم ګام دے۔ ده ووئيل د يو سپېځلي او يو ډول معيار لرونكي نظام د لارې مونږ په امتحانونو د وګرو باور زياتول او خپلو زده كوونكو له د زده كړو موقعې پراخه كول غواړو۔ ده زياته كړه چې آئي بي سي سي به اړوندو ادارو او تعليمي بورډز سره په ګډه دا قمي اقدام مخ په وړاندې بوتللو او پاكستان كښې يو پاك ٬ د باور وړ او نړيوال معيار سره سم امتحاني نظام ته ودې وركولو له خپلې هڅې روانې ساتي۔










