د قيمتي كاڼو برآمدات زياتولو لپاره دې كوټلي اقدامات وكړے شي، منصوبو كښې به تاخير ونه زغملے شي:وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 14 اكتوبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قيمتي كاڼو او جواهرات پائلټ پراجيكټ په جوړولو كښې بې غورۍ او د څانګي پرمختګ لپاره اقدامات كښې په تعطل د خفګان څركڼدوني سره په ترجيحي بنيادونو ټاكلې موده كښې د تګلارې وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې  د قيمتي كاڼو و جواهرات څانګي پرمختګ او د هغې برآمدات زياتولو لپاره د اقدامات …

اسلام آباد 14 اكتوبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قيمتي كاڼو او جواهرات پائلټ پراجيكټ په جوړولو كښې بې غورۍ او د څانګي پرمختګ لپاره اقدامات كښې په تعطل د خفګان څركڼدوني سره په ترجيحي بنيادونو ټاكلې موده كښې د تګلارې وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې  د قيمتي كاڼو و جواهرات څانګي پرمختګ او د هغې برآمدات زياتولو لپاره د اقدامات په اړه د جاج اغستو غونډه د شورو په ورځ وشوه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزيراعظم غونډي ته وينا كښې ووئيل د قيمتي كاڼو و جواهرات څانګي پرمختګ په اړه اقدامات ته پام لرنه كوو،په دې اړه به هيڅ ډول بې غوري ونه زغملې شي۔ده سپارښتنه وكړه چې د قيمتي كاڼو كان كندلو او د هغې د  تراشلو سره د ويليو ايډېشن يو ايكو سسټم دې جوړ كړے شي۔وزيرِاعظم ووئيل په غير معياري ډول كان كښندلو او  د قيمتي كاڼو قاچاق سره هېواد ته د كال په اربونو روپو زيان رسي۔  پاكستان له لوي څښتن ډېر  قدرتي وسائل وركړي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د قيمتي كاڼو او معدنيات پراخه پانګو سره برآمدات زياتولو له دې په ترجيحي بنيادونو اقدامات وكړے شي۔ وزيرِاعظم د پائلټ پراجيكټس او قيمتي كاڼو ماډل مائنز جوړولو لپاره د ټولو خنډانو لري كولو او د پروژو زر تر زره بشپړولو سپارښتنه هم وكړه۔ په غونډه كښې وزيرِ اعظم ته د قيمتي كاڼو درك لګولو، تراشلو او د هغې د ويليو ايډېشن نه پس برآمدات لپاره د پائلټ پراجيكټ پيش رفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ غونډي ته ووئيل شول آزاد جموں و كشمير او اسلام آباد كښې د منصوبې لپاره زمكه په ګوته كړې شوې  ،  اسلام آباد كښې د سينټر آف ايكسيلينس تر جوړولو به هغه په متبادل ځائے كښې آپريشنل كولې شي۔ غونډي ته د څانګي پرمختګ لپاره په پاليسي اقدامات هم بريفنګ وركړے شو چې پكښې ووئيل شول د قيمتي كاڼو و جواهرات په اړه په ګوته كړو سيمو كښې جيولاجيكل ميپنګ بشپړ شوے چې پكښې ګلګت بلتستان، آزاد جموں و كشمير او خېبر پښتونخوا كښې د 8 نوو بلاكس د قيمتي كاڼو درك لګولو د كار وئېلي شوي ۔ په غونډه كښې د وركړي بريفنګ له مخې سږ كال د دې څانګي پرمختګ لپاره د پبلك سيكټر ډيويلپمنټ په لړ كښې يو ارب روپۍ بيلي شوي۔ وزيرِاعظم راروانه اوونۍ كښې د قيمتي كاڼو و جواهرات لپاره د سينټرز آف ايكسيلينس جوړولو او د څانګي پرمختګ په اړه د اقدامات كوټلې تګلارې وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو جام كمال خان، ډاكټر مصدق مسعود ملك، احد خان چيمه، احسن اقبال، عطاء الله تارړ، علي پرويز ملك، د وزيرِاعظم صلاحكار هارون اختر، وزيرِ مملكت بلال اظهر كياني او اړوندو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں