وزيراعظم بلوچستان كښې په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد۔14اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف په بلوچستان كښې د فتنة الهند خلاف د امنيتي ځواكونو آپرېشن رد الفتنة 3 لاندې كاميابه كارروايي ستائلو سره وئيلي دي د امنيتي ځواكونو كامياب عمليات د ترهګرو خلاف زمونږ د نه كمزورې كېدونكي ملي عزم څرګندونه ده۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د امنيتي ځواكونو د واشك ضلعې …

اسلام آباد۔14اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف په بلوچستان كښې د فتنة الهند خلاف د امنيتي ځواكونو آپرېشن رد الفتنة 3 لاندې كاميابه كارروايي ستائلو سره وئيلي دي د امنيتي ځواكونو كامياب عمليات د ترهګرو خلاف زمونږ د نه كمزورې كېدونكي ملي عزم څرګندونه ده۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د امنيتي ځواكونو د واشك ضلعې په پلانتك كښې انېټلې جنس بېسډ آپرېشن كښې 5 ترهګر وژل د ستائنې وړ كار دے۔ وزیراعظم ووئيل د امنيتي ځواكونو لخوا روانې كاميابې كارروايۍ د ترهګرو خلاف زمونږ د نه كمزورې كېدونكي قومي عزم څرګندونه ده۔ وزيراعظم ووئيل امنيتي ځواكونو ته په قربانيو وركولو او غوره كاركردګۍ قام پېرزوئنې وړاندې كوي۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونه د ترهګرو عزائم ناكامه كولو بشپړ صلاحيت لري۔ ده ووئيل اولس په خپلو مېړنو وسله والو ځواكونو وياړي كوم چې د وطن دفاع له هر وخت چمتو دي۔

مزید خبریں