عقيل خان آل پاكستان اوپن نېشنل ټېنس چيمپئن شپ وګټلو

اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) عقیل خان آل پاکستان اوپن نېشنل ټېنس چېمپئن شپ وګټلو۔ د خالي په ورځ د پي ټي اېف لخوا د جاري كړې شويو تفصيلاتو ترمخه آفیسر سروسز مېس جهلم کنټونمنټ كښې ايونټ د خالي په ورځ پايې ته ورسېدو۔ د مېنز سنګلز په فائنل كښې عقیل خان مزمل مرتضیٰ ته 6-2 او 7-6 سره ماتې وركولو سره ټائټل په خپل نوم كړو۔ د مېنز ډبلز فائنل كښې عقیل خان او شھزاد خان محمد عابد او محمد وقاص ته 3-6، 6-1 او 10-1 سره ماتې وركولو سره ايونټ وګټلو۔ لیډیز سنګلز فائنل كښې سارہ منصور مهک کھوکھر ته 6-4 او6-4 سره ماتې وركولو سره ټائټل په خپل نوم كړو۔ بوائز او ګرلز انډر 10 سنګلز فائنل كښې حمزہ رومان ابوبکر طلحه ته 4-1 او 4-1 سره ماتې وركړه۔