اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سپارښتنه كړې چې صوبو ته د ضرورتونو له مخې د غنمو وركړه باوري كړئ۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د غنمو په درآمد د سټيئرنګ کميټۍ غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې …
صوبو ته د ضرورتونو له مخې دې د غنمو وركړه باوري كړې شي۔ د سينيټر محمد اسحاق ډار سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سپارښتنه كړې چې صوبو ته د ضرورتونو له مخې د غنمو وركړه باوري كړئ۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د غنمو په درآمد د سټيئرنګ کميټۍ غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې د بيعې استحكام لپاره د غنمو د درآمد د عمل جاج واخستلے شو۔ ده ټي سي پي ته امر وكړو چې صوبو ته د دوي د ضرورتونو له مخې د غنم وركړه باوري كړئ۔ ده پاسکو ته هم امر وكړو چې صوبو ته خپل سټاك څخه د ھغوي د مقدار له مخې غنم باوري كړي۔ په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ وزير، د اقتصادي چارو وزير، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د سټېټ بينك دوهم ګورنر، د قامي فوډ سېكيورټي سيکرټري، د تجارت سيکرټري او د پنجاب و سندھ ايډيشنل سيکرټريز نه علاوه د آزاد کشمير، جي بي او د اسلام آباد د اړوند څانګو اعلٰې چارواكو ګډون كولو۔








