25 كاله وروستو درګۍ رېلوے ټرېك بحالولې شي۔ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد رېلوے كښې د 10 زره ملازمتونو موقعې پېدا كړې شوي دي۔ كوهاټ څخه تر ټل به هم ټرېن چلوو۔ د عمران خان په مشرۍ كښې د رېل پايه روانه شوې ده۔ رېلوے به د هېواد د معيشت استحكام كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔ ميډيا سره خبرې

پېښور ۔24مارچ (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي 25 كاله وروستو درګۍ رېلوے ټرېك بحالولې شي۔كوم چې د خېبر پختونخوا په تارخ كښې د عمران خان يوه ځانګړې كارنامه ده۔ او خواهش دې چې درګۍ څخه تر كراچۍ ٬ اټك او كنديا رېلوے ټرېك بحال كړې شي۔ صوبائي حكومت كه ركاوټونه لرې كړل نو تر 30 اپرېل به نوښار – درګۍ شټل ټرېنونه روان …

پېښور ۔24مارچ (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي 25 كاله وروستو درګۍ رېلوے ټرېك بحالولې شي۔كوم چې د خېبر پختونخوا په تارخ كښې د عمران خان يوه ځانګړې كارنامه ده۔ او خواهش دې چې درګۍ څخه تر كراچۍ ٬ اټك او كنديا رېلوے ټرېك بحال كړې شي۔ صوبائي حكومت كه ركاوټونه لرې كړل نو تر 30 اپرېل به نوښار – درګۍ شټل ټرېنونه روان كړو۔ ده ووئيل پېښور څخه تر كراچۍ د ساعت په سر د 160 كلوميټر رفتار سره چېلدونكي ټرېن له ډبل ټرېك رېلوے جوړول پېل كوو۔ رېلوے كښې د 10 زره ملازمتونو موقعې پېدا كړې شوي دي۔ كوهاټ څخه تر ټل به هم ټرېن چلوو۔ د عمران خان په مشرۍ كښې د رېل پايه روانه شوې ده۔ رېلوے به د هېواد د معيشت استحكام كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نوښار ٬مردان، تخت بھائی او درګۍ رېلوے ټرېك معائنه كولو نه وړاندې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال د سياسي چارو دوهم وزير علي محمد خان هم موجود وو

مزید خبریں