اسلام آباد۔3اګست (اے پي پي) د طالبان رجیم په مشرۍ كښې د القاعدہ،فتنہ الخوارج پشمول نړيوال ترهه ګر تنظیمونه په افغانستان كښې فعاله دي۔ تفصیلات تر مخه قابض طالب رجیم افغانستان د نړيوالو او سيمه ايزو ترهه ګرو په آماجګاہ جوړولو د منطقې سلامتیا په داؤ لګوي۔د ملګرو ملتونو پخواني عهدیدارایډمنډ فټن براؤن د افغان طالبانو ،القاعدہ او د فتنہ الخوارج درې اړخيزه اتحاد بې نقابه كړو ۔ افغان …
د طالبان رجیم په مشرۍ كښې د القاعدہ،فتنہ الخوارج پشمول نړيوال ترهه ګر تنظیمونه افغانستان كښې فعاله دي

مزید خبریں
اسلام آباد۔3اګست (اے پي پي) د طالبان رجیم په مشرۍ كښې د القاعدہ،فتنہ الخوارج پشمول نړيوال ترهه ګر تنظیمونه په افغانستان كښې فعاله دي۔ تفصیلات تر مخه قابض طالب رجیم افغانستان د نړيوالو او سيمه ايزو ترهه ګرو په آماجګاہ جوړولو د منطقې سلامتیا په داؤ لګوي۔د ملګرو ملتونو پخواني عهدیدارایډمنډ فټن براؤن د افغان طالبانو ،القاعدہ او د فتنہ الخوارج درې اړخيزه اتحاد بې نقابه كړو ۔ افغان میډیا آمو ټي وي سره خبرو كښې د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ په اړه د بندېزونو نګراني كونكې ډلې پخواني عهدیدار ایډمنډ فټن براؤن ووئېل طالبان رجیم القاعدہ ته په افغانستان كښې خوندي د پناہ ځايونه ،تربیه او د بھرتۍ موقعې وركوي ، افغان طالبان القاعدہ او فتنہ الخوارج(ټي ټي پي) ته په پاکستان د بريدونو اجازه وركوي ، فتنہ الخوارج،افغان طالبان او القاعدہ خپلو كښې يو دي ٬ څوك چې پاكستان كښې د پولې پورې غاړې نه برېدونه كوي ۔ ده ووئېل افغانستان كې اسلامک موومنټ آف ازبکستان، ترکستان اسلامک موومنټ او د جماعت انصار اللہ غوندې شدت خوښې ډلې هم موجود دي ،افغان طالبان رجیم دغه ترهه ګر په هېوادونو فشار زياتولو او سیاسی مقاصد لپاره كاروي ، ده ووئېل افغان طالبان رجیم د ترهه ګرۍ خلاف د لوېدېزو هېوادونو د باور وړ شراکت دار نه دې ګڼل پكار ۔د پوهانو تر مخه افغان طالبان القاعدہ او فتنہ الخوارج ته پخپله مشرۍ كښې او د پولې پورې د بريدونو په اجازه وركولو د نړيوالو لوظ نامو ښكاره خلاف ورزي کوي ، د ملګرو ملتونو پخواني عهدیدار دا بیان افغانستان كښې د ترهه ګرو د شتون په اړه د پاکستان د اصولي مؤقف تائید دے










