اسلام آباد۔3اګست (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د عوامي نیشنل پارټي (اے این پي) سینئر لارښود حاجي غلام احمد بلور سره ملاقات وكړو چې پكښې پخوانے ګورنر شوکت اللہ خان هم موجود ؤ ۔د ګل په ورځ د ګورنر آفس نه جاري بیان تر مخه ملاقات کښې د هېواد په مجموعي سیاسي صورتحال،خیبرپښتونخوا ته په پیښو مسائلو او د شرېكې خوښې په بېلا بېلو چارو په …
د خیبرپښتونخوا ګورنر د حاجي غلام احمد بلور سره ملاقات، په سیاسي صورتحال او صوبائي مسائل خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔3اګست (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د عوامي نیشنل پارټي (اے این پي) سینئر لارښود حاجي غلام احمد بلور سره ملاقات وكړو چې پكښې پخوانے ګورنر شوکت اللہ خان هم موجود ؤ ۔د ګل په ورځ د ګورنر آفس نه جاري بیان تر مخه ملاقات کښې د هېواد په مجموعي سیاسي صورتحال،خیبرپښتونخوا ته په پیښو مسائلو او د شرېكې خوښې په بېلا بېلو چارو په تفصیلي توګه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع ګورنر فیصل کریم کنډي د حاجي غلام احمد بلور د يوې زمانې څخه د سیاسي هلو ځلو ، د جمهوریت استحکام او د اولسي خدمت لپاره كړو خدمات ته په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ ګورنر ووئېل حاجي غلام احمد بلور عمر له د جمهوري اقدارو ، د اولسي حقونو تحفظ او د خیبرپښتونخوا ترقۍ كښې مهم کردار ادا کړے دے ۔ ده ووئېل حاجي غلام احمد بلور د باچا خان فلسفه امن، رواداري او خدمت خلق د خپل عملي سیاست برخه جوړه كړې ٬ دغسې د اصولي سیاست، زغم، مکالمې او د اولس خدمت په وده كښې د دوي خدمات د قدر وړ دي ۔فیصل کریم کنډي په دې خبره زور راوړو چې هېواد ته د پیښو چیلنجز مقابلې لپاره د بزرګ سیاسي لارښودو د تجربو او دانش نه استفاده كولد وخت مهم ضرورت دے ۔ په دې موقع حاجي غلام احمد بلور هم د ګورنر فیصل کریم کنډي سیاسي او د اولسي خدمات ستئانې كولو سره ووئېل ټولو سیاسي قواؤ له د جمهوري استحکام، قامي یو والي او د اولس ښیګړې لپاره کردار ادا کول غواړي۔









