ينګون۔3 اګست (اے پي پي) د ميانمار فضائيه يوه جنګي الوتكه د تربيتي الوت په مهال د مارغه سره په ټكر كېدو پرېوتله په كومه كښې چې پائلټ ژوندے پاتي شو۔ د شنهوا تر مخه دا پیښه د ګل په سهار د مقامي وخت تر مخه په 5 بجې او 16 منټه د ينګون سيمې په هماوبي ټاون شپ په نياونګ ناپن كلي سره نزدې رامخې ته شوه۔ د …
ميانمار٬ د تربيتي الوت په مهال جنګي الوتكه تباه شوه ٬ پائلټ الوتكه د ودانۍ نه په لرې بوتللو ايجيكټ وكړو

مزید خبریں
ينګون۔3 اګست (اے پي پي) د ميانمار فضائيه يوه جنګي الوتكه د تربيتي الوت په مهال د مارغه سره په ټكر كېدو پرېوتله په كومه كښې چې پائلټ ژوندے پاتي شو۔ د شنهوا تر مخه دا پیښه د ګل په سهار د مقامي وخت تر مخه په 5 بجې او 16 منټه د ينګون سيمې په هماوبي ټاون شپ په نياونګ ناپن كلي سره نزدې رامخې ته شوه۔ د راپور تر مخه يو مارغه د الوتكې انجڼ ته ورننه شو چې ورسره په انجڼ اور ولګېد او الوتكه په پرېوتلو تباه شوه۔ راپور كښې وئېلې شوي دي پائلټ الوتكه د ودانۍ نه لرې بوتله او په حفاظت يې اېجېكټ وكړو د كومې له امله چې ځاني زيان ونه شو۔ د چارواكو تر مخه د پیښې ګېر چاپیره امنيتي ځواكونه ضروري حفاظتي اقدامات كوي او كاروائۍ كوي









