جمهوري نظام كښې سياسي پوائنټ سكورنګ د معمول برخه ده٬د آزاد كشمير ټاكنو نتيجې دې د زړه نه په خوشحالۍ سره تسليم كړې شي ۔عطاﺀ الله تارړ

  اسلام آباد 03 اګست(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي  جمهوري نظام كښې سياسي پوائنټ سكورنګ د معمول برخه او د سياست لازمي اړخ دے٬ خو د تورونو لګولو په بدل د تورونو روش نه دي اختيارول پكار ٬د آزاد كشمير اولس د تعمير و پرمختګ٬اولسي خذمت او سياسي ګوندونو كاركردګۍ ته په كتلو خپله پريكړه كړې٬مسلم ليګ(ن)ته ترلاسه شوے ساده اكثريت د …

 

اسلام آباد 03 اګست(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي  جمهوري نظام كښې سياسي پوائنټ سكورنګ د معمول برخه او د سياست لازمي اړخ دے٬ خو د تورونو لګولو په بدل د تورونو روش نه دي اختيارول پكار ٬د آزاد كشمير اولس د تعمير و پرمختګ٬اولسي خذمت او سياسي ګوندونو كاركردګۍ ته په كتلو خپله پريكړه كړې٬مسلم ليګ(ن)ته ترلاسه شوے ساده اكثريت د اولسي باور څرګندونه ده ٬ دا د جمهوري روايات له مخې د زړه نه په خوشحالۍ سره تسليمول پكار دي۔د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د آزاد جمو كشمير قانون سازې اسمبلۍ د ټاكنو په دوهم پړاؤ كښې هم پاكستان مسلم ليګ(ن)ته كاميابي ترلاسه شوې٬مسلم ليګ(ن)ساده اكثريت ترلاسه كولو كښې كامياب شوے دے٬لوي څښتن آزاد جمو و كشمير كښې مسلم ليګ(ن)ته چې كومې كاميابۍ وركړي ٬دا زمونږ د سياسي مخالفينو نه هضميږي۔ده ووئيل  د ټاكنو په عمل كښې اولس په مكمل ډول برخه اغستې٬سياسي ګوندونو نه يوازې جلسې جلوسونه كړي بلكې د آزاد جمو و كشمير او د كډوالو په چوكو هم بشپړه سياسي هلې ځلې شوي۔ده ووئيل  اولس د ټاكنو كمپائن كښې برخه اغستې او  د جلسو٬جلوسونو٬كارنر ميټنګز پشمول په مختلف سياسي هلو ځلو كښې يې  د فعاله كردار ادا كولو سره انتخابي عمل كاميابولو كښې خپل موثر كردار ادا كړے۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف  د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ په كاميابۍ د ټولو نه وړومبې هغوي ته په مباركي وركولو يو مثبت جمهوريت روايت قائم كړے٬هغوي له هم جمهوري اقدار ته ودې وركولو سره برداشت٬تحمل او د روادارۍ څرګندونه پكار ده ۔ده ووئيل  اولس د تعمير و پرمختګ ٬ د سياسي ګوندونو د كاركردګۍ او  د اولسي خذمات په ريكارډ كتلو  پريكړه  كوي ٬اولس له په دې بنياد پريكړه كول وي چې كوم ګوند كشمير او اولس  پخخپله پام لرنه كښې شامل ساتلي ٬ كوم ګوند د اولسي خذمت ټريك ريكارډ لري۔ده ووئيل  د سندھ د اطلاعات وزير شرجيل انعام ميمن لخوا بې بنسټه تورونه لګولي شوي۔وفاقي وزير ووئيل  چرته چې د دوي حكومت دے هلته هم ځينې معاملات د پام لرنې وړ دي٬د كال 2024 په ټاكنو پوښتنې كړی شوي خو دا پوښتنې د سندھ په اړه هم كېدې شي٬كه څوك د ټاكنو په عمل اعتراضات او تورونه لګوي نو ضروري ده چې هغوي ترديد نه لرونكې شواهد او ثبوت هم وړاندې كړي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان ټاكنو په مهال  د پيپلز پارټۍ د ټاكنو كمپائن ښكاره  ښكارېدو ٬د پيپلز پارټۍ لارښود هلته موجود وو او د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري مكمل كمپائن چلولے ؤ چې نتيجې يې هم رامخې ته شوې وې ۔دغسې د آزاد جمو و كشمير په ټاكنو كښې د مسلم ليګ(ن)قيادت قائد محمد نواز شريف او د هغه ټولې ډلې انتخابي جلسې كړي٬ مكمل كمپائن يې چلولے  او د مسلم ليګ(ن)په حق كښې راپیدا شوې سياسي فضا ټولې نړۍ ليدلې۔ده ووئيل  جمهوري نظام كښې سياسي پوائنګ سكورنګ د معمول برخه وي او دا د سياست يو لازمي اړخ دے خو د تورونو په بدل د تورونو روش اختيارول نه دي پكار ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل  د اعلٰی ظرفي د څرګندونې سره چې څنګه مسلم ليګ(ن)ګلګت بلتستان كښې په كاميابي هغوي له مباركي وركړه وه دغسې پيپلز پارټۍ له هم مسلم ليګ(ن)له مباركي وركول پكار وه۔ده ووئيل  زما په حلقه كښې د مهاجرو په چوكۍ شوو ټاكنو كښې د پيپلز پارټۍ كانديد پوزېشن كمزورے ؤ ٬د پيپلز پارټۍ لخوا نه كور په كور كمپائن ښكاره كېدو ٬نه كارنر ميټنګز او نه انتخابي جلسې۔وفاقي وزير ووئيل  د آزاد كشمير چوكو په اړه سروے هم شوې  او سياسي پوهانو خپلې رائے وركړې وه ۔ده ووئيل د ټاكنو كمپائن په بشپړ انداز تر سره كړے شوے ٬مسلم ليګ(ن)او پيپلز پارټۍ دواړو جلسې كړې۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل چې مسلم ليګ(ن)قيادت په خاص توګه محمد نواز شريف تل د كشمير پرمختګ خپل ترجيحات كښې شامل ساتلے او وزيراعظم محمد شهباز شريف هم د كشمير تعمير او پرمختګ كښې خپل كردار ادا كوي۔ده ووئيل  د آزاد جمو و كشمير ټاكنو نتيجې د زړه نه تسليمول پكار دي او جمهوري عمل مخ په وړاندې بوتلل پكار دي٬د الزامونو په بدل كښې الزامونه او بغېر د كوم ثبوت الزامونه كوم حېثيت نه لري٬اولس ته معلومه ده چې تعمير او ترقي د چا به لاس راغلې او چا وخت ضائع كړے۔ده ووئيل بايد مخ په وړاندې لاړ شۍ او سياسي عمل په كشمير كښې قوي كولو كښې خپل كردار ادا كړۍ

مزید خبریں