د بلوچستان وزیراعلیٰ په مشرۍ كښې د آزادۍ جشن  په اړه غونډه ، ګرده صوبه كښې دستورې د قامي جذبې تر مخه  كولو لپاره د انتظامات جاج

  کوئڼه ۔ 03 اګست (اے پي پي) د بلوجستان وزیراعلی میر سرفراز بګتي په مشرۍ كښې د جشن آزادۍ  دستورو له د چمتوالي نيولو په اړه يوه د اعلی كچې غونډه وشوه  ۔غونډه كښې په ګرده صوبه كښې د  آزادۍ ورځې دستورې د قامي جذبې، نظم و ضبط او په زړه پورې ولولې سره تابيا كولو  لپاره د يوې جامع تګلارې او  انتظامات تفصیلي جاج واغستلے شو ۔ غونډه …

 

کوئڼه ۔ 03 اګست (اے پي پي) د بلوجستان وزیراعلی میر سرفراز بګتي په مشرۍ كښې د جشن آزادۍ  دستورو له د چمتوالي نيولو په اړه يوه د اعلی كچې غونډه وشوه  ۔غونډه كښې په ګرده صوبه كښې د  آزادۍ ورځې دستورې د قامي جذبې، نظم و ضبط او په زړه پورې ولولې سره تابيا كولو  لپاره د يوې جامع تګلارې او  انتظامات تفصیلي جاج واغستلے شو ۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه  چې  د بلوچستان په ټولو ډویژنل او ضلعي هیډ کوارټرز كښې به د آزادۍ جشن دستورې  په زړه پوري ډول كولې شي ، چې پكښې د قاقي بېرغ هسك كول، ملي نغمې، كلتوري، تعلیمي او د اولسي پروګرامز پشمول مختلف دستورې به شاملې وي ٬ دغسې چې اولس په خصاص توګه ځوان نسل كښې  حب الوطني او  د قامي  یو والي جذبې ته وده وركړې شي  ۔ وزیراعلی میر سرفراز بګټي ټولو کمشنرز، ډپټي کمشنرز او اړندو ادارو ته امر وكړو  چې د جشن آزادی دستورې منظمې، وقار لرونكې او  یادګاري جوړولو لپاره  ټول انتظامات ته په وخت  حتمي شکل وركړئ او  هره ضلع كښې اولسي ګدون باوري كړئ۔ ده ووئېل  د قامي بېرغ هسكولو ، ملي نغمو ، كلتوري او  تعلیمي فعاليتونو بشمول د ټولو پروګرامونو تابيا په زړه پورې جذبې سره وكړئ۔ ده ووئېل د آزادۍ جشن يوازې يو قامي تهوار نه دے  بلکې د قامي اتحاد، یو والي ،  د شهدا عظیمو قربانیو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو او د ګران وطن د ترقۍ و استحکام د عزم د تجدید ورځ ده  ۔

مزید خبریں