پاکستان كښې د اقليتونو ساتنه د حكومت اولنۍ ذمه واري ده۔ مونږ د هندو انجونو خوشې كولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوو۔ آيا هند هم دغسې كوي؟ هند په مقبوضه كشمير كښې اقليتونو سره ناروا سلوك كوي۔ سشما سوراج ته د نورو هېوادونو كښې د اقليتونو فكر دې، دا بايد خپل هېواد ته پام وكړي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري خبري كنفرنس ته خطاب

لاهور۔24مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي پاکستان كښې د اقليتونو ساتنه د حكومت اولنۍ ذمه واري ده۔ مونږ د هندو انجونو خوشې كولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوو۔ آيا هند هم دغسې كوي؟ هند په مقبوضه كشمير كښې اقليتونو سره ناروا سلوك كوي۔ سشما سوراج ته د نورو هېوادونو كښې د اقليتونو فكر دې، دا بايد خپل هېواد ته پام وكړي۔ هند …

لاهور۔24مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي پاکستان كښې د اقليتونو ساتنه د حكومت اولنۍ ذمه واري ده۔ مونږ د هندو انجونو خوشې كولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوو۔ آيا هند هم دغسې كوي؟ هند په مقبوضه كشمير كښې اقليتونو سره ناروا سلوك كوي۔ سشما سوراج ته د نورو هېوادونو كښې د اقليتونو فكر دې، دا بايد خپل هېواد ته پام وكړي۔ هند كښې د غوا په ذبح كولو مسلمانان وژلې شي۔ په هندي ګجرات كښې يو نه بلكې د سوؤنو په شمېر مسلمانان شهيد كړې شول۔ دغه وخت هندي حكومت چرته وو؟ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان مقام په نړيواله كچه پورته شوې دې۔ عمران خان ته د اسلامي نړۍ د لارښود په توګه كتلې شي۔ د يمن ٬ ايران٬ سعودی عربستان او یواے ای په معاملو عمران خان څخه رائې اخستلې شي۔ امريكا سره د پاكستان اړيكې مخ په ښه كېدو دي۔ بلاول ټرېن مارچ كولو سره د پيپلز ګوند د جعلي اكاؤنټس څخه پام اخوا كول غواړي۔ بلاول بھټو زرداری له به خپله بيانيه كښې بدلون كول وي۔ هغه بايد د هېواد د ګټې سوچ وكړي۔ د نېب په ضد سياسي مهم جوئي جواز نه لري۔ ده له به د تورونو ځواب وركول وي۔ بلاول بايد د هند حوالې سره ټرېن مارچ وكړي۔ ابو مهم لپاره ډېر وخت شته۔ بلاول د پیپلز ګوند جعلی اکاؤنڼس کېسز څخه پام بل پلو كول غواړي۔ مسلم ليګ نون هم احتساب څخه پام بلخوا ګرځول غوښتل ولې ناكامه شو۔ ده د اتوار په ورځ پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل نوې پاكستان د قائد د تصور پاكستان جوړولو هڅې كوو۔ ده ووئيل پېښی رامخې ته كېږي ولې كتل دې ته بايد وكړې شي چې د رياست رويه څه ده۔ د سشما سوراج د ټويټ په ځواب كښې ما په ډاګه كړه چې نیوزی لېنډ كښې پېښه رامخې ته شوه د دغې ځائې وزيراعظمه مسلمانانو سره ودرېدلې ده۔ هندو انجونې وتښتولې شوې نو مونږ ګورو چې آيا د هند حكومت دا دعوی كولې شي ٬ ګجرات كښې د سوؤنو په شمېر مسلمانان شهيد كړې شول هغه وخت هندي حكومت چرته وو۔ جموں کشمیر كښی په مسلمانانو ٬ مسيحيانو او د بدھ مت په منونكو ظلم او زياتې روان دې ۔ نن د غوا په غوښته مسلمانان وژلې شي۔ د هولي په موقع د مسلمانانو په كوچنيانو ددوئي د كركټ لوبې كولو په مهال تشدد وكړې شو۔ هند كښې چې په اقليتونو كوم تشدد كېږي مثال نه لري۔ ښه به دا وې د اقليتونو په حق كښې آواز هند د خپل كور نه پېل كړې وې۔ ده ووئيل مونږ اقليتونو سره ولاړ يؤ۔ په سندھ كښې د دوه هندو انجونو د تښتونې پېښې پلټنې كېږي۔ ډېر زر به انجونې خوشې كړې شي او پېښه كښې د ككړو تورنو په ضد به كارروائي كولې شي۔ پنجاب او سندھ حكومت ته د انجونو برآمد كولو وئيلي شوي دي او آئي جي سندھ څخه د پېښې په اړه راپور غوښتلې شوې دې۔ ده ووئيل بلاول بايد د هند حوالې سره ټرېن مارچ وكړي۔ ابو مهم لپاره ډېر وخت شته۔وفاقی وزیر ووئيل د حېرانتيا خبره ده فضل الرحمن او خورشید شاہ هم نن د هېواد په معيشت خفه دي۔ فضل الرحمن پارلیمان څخه بهر دې ځكه زيات غم ده سره دې۔ ده ووئيل د موجوده حكومت د غوره پالېسيو لامله د برېښنا غلا بندولو سره مو 40 اربه روپۍ بچ كړې دي۔ د برېښنا غلا 6 زره اېف آئي آر درج كړې شوي دي۔ ده ووئيل موجوده حكومت د روان كال په مهال د 10 اربه ډالرو قرضې بېرته وركوي كومې چې پخوانو حكومتونو اخستې وې۔ ده ووئيل 1800 اربه د سود په مد كښې ادا كول دي۔ وفاقي وزير ووئيل د مهاتير دوره د پاكستان يوه لويه دوره وه او اوس طيب اردګان هم د پاكستان په دوره راځي۔ د تېرو 5 كلونو په مهال دا ډول دورې نه وې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په نېشنل اېكشن پلان ټولو ګوندونو عمل كړې۔ په دې د ټولو ګوندونو صلا يوه ده۔ مونږ هم په دې عمل كوو ولې چې دا د رياست د عملدارۍ معامله ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اپوزیشن آزاد دې۔ سولييز احتجاج څخه څوك منع كولې نه شي ولې چا له به دا د قانون لاس كښې د اخستلو اجازه نه وركوو۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن د غړو غوره كولو په معامله مخالفې ډلې سره رابطه كښې يوو ٬ مفاهمت سره به دا به مسئله حل كړو

مزید خبریں