اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د پاکستان د سماجی او اقتصادي پرمختګ او د حكمرانۍ غوره اسلوب په حقله د حكومتي اېجنډې په بشپړېدو كښې د ملازمانو جذبه او مينه ډېره مهمه ده۔ يو مستعد او بې پرې سول سروس د حكمرانۍ فعاله نظام كښې مركزي حېثيت لري٬ په چېلنجونو قابو موندلو نه وروستو اوس پاكستان د پرمختګ په لاره …
د اولس مشر ډاكټر عارف علوي 110م نېشنل مېنجمنټ كورس كښې ګډون كوٶنكو ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د پاکستان د سماجی او اقتصادي پرمختګ او د حكمرانۍ غوره اسلوب په حقله د حكومتي اېجنډې په بشپړېدو كښې د ملازمانو جذبه او مينه ډېره مهمه ده۔ يو مستعد او بې پرې سول سروس د حكمرانۍ فعاله نظام كښې مركزي حېثيت لري٬ په چېلنجونو قابو موندلو نه وروستو اوس پاكستان د پرمختګ په لاره روان شوې دې٬ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر ډاكټر عارف علوي 110م نېشنل مېنجمنټ كورس كښې ګډون كوٶنكو ته خپله وېنا كښې وكړه۔ اولس مشر په دې خبره زور رواړو چې په چېلنجونو د قابو موندلو نه پس اوس پاكستان د پرمختګ په لور روان شوې دې ٬ د پرمختګ رفتار لا ګړندې كولو لپاره په هر تن او په خاص توګه په سركاري مشينرۍ لازم دي چې ھغوي جوش او جذبې سره كار وكړي۔ اولس مشر ووئيل حکومت د مؤثره او بشپړه احتساب د لارې د بدعنوانۍ خاتمې او د حكمرانۍ سپېځلي اسلوب عزم لري۔ ده ووئيل د پاليسو وضعه كولو كښې د عام وګړي د سماجي او اقتصادي خېرښګړې مقصد تر نظر لاندې ساتل پكار دي۔ اولس مشر دا خبره په ډاګه كړه چې سينئر سول ملازمان بايد فعاله كردار ولوبوي۔ اولس مشر د ادارو استحكام لپاره د حكومتي عزم پخلي كولو سره باور وركړو چې حكومت به سول ملازمانو ته د هر ډول سياسي لاس وهنې نه پاك چاپېرچل وركوي۔ اولس مشر د ترهګرۍ خاتمې لپاره د قانون نافذ كوونكو ادارو د قربانيو ستائنه كولو سره ووئيل مونږ له به د امن او امان غوره صورتحال د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له كارول وي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل د سي پېك لارې په بنيادي ډهانچه كښې د پرمختګ او ځوانانو لپاره د روزګار بېلا بېلې موقعې پېدا كېږي خو مونږ له د دې موقعو څخه په بشپړه توګه استفاده كولو لپاره تږلاره وضعه كول پكار دي ۔ د دې نه وړاندې د اېن اېس پي پي رېكټر عظمت علي رانجھا اولس مشر د نېشنل مېنجمنټ كورس مقصدونو او هلو ځلو په اړه خبر كړو










