پاكستان د كشمير مسئلې د مذاكراتو د لارې سوليز حل غواړي۔ د نړيوالې ورورولۍ لخوا د وزيراعظم عمران خان امن ته د ودې وركولو پېغام زياته ستائنه روانه ده۔ هند مقبوضه كشمير كښې په رياستي ترهګرۍ كښې ككړ دې۔ نړيواله ورورولي او د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه دې مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او زياتي نوټس واخلي۔ د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان نجي ټي وي چېنل سره خبرې

اسلام آباد ۔ 09 مارچ (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي پاكستان د كشمير مسئلې د مذاكراتو د لارې سوليز حل غواړي۔ د نړيوالې ورورولۍ لخوا د وزيراعظم عمران خان امن ته د ودې وركولو پېغام زياته ستائنه روانه ده۔ د كوم ترمخه چې ده نيولې شوې هندي پائيلوټ ابھي نندن هم خوشې كړو۔ هند مقبوضه كشمير كښې په رياستي ترهګرۍ كښې ككړ دې۔ نړيواله ورورولي او د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه دې مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او زياتي نوټس واخلي۔ ده د خالي په ورځ يو نجي ټي وي سره خبرې كولې۔ ده ووئيل كشميري اولس آزادۍ لپاره خپل سولييز تحريك روان ساتلې دې۔ ده ووئيل پاكستان به آزادۍ ترلاسه كولو له د روان دې تحريك سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي او په هر سخت وخت كښې كشميري اولس سره ولاړ دے۔ ده هيله ولرله چې د كشمير مسئله به ډېر زر حل شي