دهرہ دون 27 فروری (اے پی پی) د افغانستان او آئرلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ د 5 يو ورځنو مېچونو سيريز اولنې مېچ (نن) د زيارت په ورځ د فرورۍ په 28 مه نېټه د هند دهره دون ښار كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې د افغانستان كركټ لوبډلې د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كښې آئرش ټیم كلين سويپ كړې ؤ ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنو نړيوالو مېچونو سريز دوهم مېچ به د مارچ په 2 مه نېټه ٬ درېم په 5 مه ٬ څلورم په 8 مه او پينځم او وروستې مېچ به په 10 مه نېټه كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ يواځنې ټېسټ مېچ به د مارچ 15 مې نېټې څخه تر 19 مې نېټې كولې شي