دبئی 22 فروری (اے پی پی) انټرنېشنل كركټ كونسل (آئی سی سی) د یو اېس اے كركټ له ممبرشپ وركړې دې، دغسې هغه د آئی سی سی 105م ایسوسی ایټ غړې هېواد جوړ شوې دې۔ 2017ء كښې د آئی سی سی د اړخه په یو اېس اے د كركټ ایسوسی ایشن بنديز نه پس د یو اېس اے كركټ ګورننګ باډی سره د 93م ایسوسی ایټ غړي لپاره خواست جمع كړې ؤ۔ ممبرشپ كمېټۍ تير كال د آئی سی سی بورډ كښې د یو اېس اے كركټ له د ممبرشپ وركولو سفارش كړې ؤ او اوس په باضابطه توګه هغه د آئی سی سی ایسوسی ایټ غړې هېواد جوړ شوې دې۔