د نيوزي لېنډ او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي نړيوال مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

وېلنګټن 04 فروري (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي نړيوال مېچ به ﴿سبا﴾ د شورو په ورځ په وېلنګټن كښې كېږي۔ د دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د پنځو يو ورځنو مېچونو سېريز وشو چې پكښې د هند لوبډلې كوربه لوبډلې ته د يو په مقابله كښې څلور مېچونه ګټلو سره ماتې وركړې۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دويم ټي ټونټي مېچ به د فرورې په 8مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د فرورې په 10مه نېټه كېږي