كېپ ټاؤن 02 فرروي (اے پي پي﴾ پاكستاني لوبغاړي آل راؤنډر شعېب ملك په ټي ټونټي نړيوال كركټ كښې د روهت شرما د زياتو منډو ريكارډ مات كړو۔ ده د سوئيلي افريقې په ضد په ټي ټونټي مېچ كښې 49 منډې جوړولو سره دا ريكارډ مات كړو۔ دغسې شعېب ملك په ټي ټونټي كښې زياتې منډې جوړونكې دوهم لوبغاړې جوړ شوے۔ روهت شرما 2237 منډې جوړې كړې وې او د شعېب ملك منډې 2239 ته ورسېدې۔ شعېب ملك ته د ګپټل نړيوال ريكارډ ماتولو لپاره د نورو 34 منډو ضرورت دے او امكان دے چې هغه به ئې د سوئيلي افريقې په ضد په روان ټي ټونټي سېريز كښې پوره كړي۔ ګپټل 2272 منډې جوړولو سره تر ټولو وړومبې لوبغاړې دے۔