د نيوزي لېنډ او هند ترمينځھ 5 م او آخيري يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ د فرورۍ په 3 مه نېټه كولې شي ۔ هند ته د 5 مېچونو په سيريز كښې د 3-1 پرېكنده بريا ترلاسه ده

وېلنګټن ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د نيوزي لېنډ او هند ترمينځھ 5 م او آخيري يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ د فرورۍ په 3 مه نېټه وېلنګټن كښې كولې شي ۔ هند ته د 5 مېچونو په سيريز كښې د 3-1 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ هند كوربه لوبډلې ته په اولني يو ورځني نړيوال مېچ كښې په 8 وكټونو ٬ دوهم كښې په 90 رنزونو او درېم كښې په 7 وكټونو ماتې وركړې وه۔ كوربه لوبډلې هندي لوبډلې ته په څلورم مېچ كښې 8 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ هند ته د 5 مېچونو په سيريز كښې د 3-1 بريا ترلاسه ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځھ 5م او آخيري مېچ به د فرورۍ په 3 مه نېټه كولې شي۔ دې څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه په درې ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز اولنې مېچ په 6 فروري ٬ دوهم په 8 مه فرورۍ او دريم او آخري مېچ به په 10 فرورۍ كولې شي