د خزانې وفاقی وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې د کابینه اقتصادی رابطه کمېټۍ غونډه

APP84-29 ISLAMABAD: January 29 - Finance Minister Asad Umar chairing ECC meeting. APP

اسلام آباد 29 جنوری (اے پی پی) د کابینې اقتصادی رابطه کمېټۍ (ای سی سی) د 5 لکھ ټنه اضافی غنمو برآمد کولو، د برېښنا څانګې ګرځنده قرض وركولو لپاره د 200 اربه روپو اسلامی مالیاتی بانډز جاری کولو اجازه وركړې ده۔ د ای سی سی غونډه د نهې په ورځ د خزانې وفاقی وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔ ای سی سی د نېشنل فوډ سکیورټی وزارت په تجویز د 5 لکھ ټنه اضافی غنمو او د غنمو مصنوعات برآمد کولو اجازه وركړه۔په دې لړ كښې پاسکو ته ټینډرز ترلاسه شوې۔ دا پريكړه په نړيوال ماركيټ كښې د غنمو زياتې شوې بيعې ، هېواد كښې د غنمو موجودو پانګو (17 لکھ ټنه) صورتحال او روان سیزن كښې د ښه فصل امکاناتو ترمخه شوې۔ د توان وزارت ، پاور ډویژن د اړخه په غونډه كښې د ګرځنده قرض صورتحال او په هغې كښې د زياتوالې وجوهاتو په اړه تفصیلی پریزنټېشن وركړې شو۔ ای سی سی د معاملې جاج اخستلو نه پس وزارت ته دې مقصد لپاره د 200 اربه روپو اسلامی مالیاتی بانډز جاری کولو اجازه وركړه۔ دې مقصد لپاره اسلامی بانكونو ته د کنسورشیم د اړخه ټرم شیټ وړاندې څخه ترلاسه شوې۔ د ای سی سی غونډه كښې د انفارمېشن ټیکنالوجی او ټیلی کمیونیکیشن وزارت د اړخه این ټی سی ته په كلن بجټ بریفنګ وركړې شو۔ کمېټۍ د انفارمېشن ټیکنالوجی او ټیلی کمیونیکېشن وزارت ته سپارښتنه وكړه چې د این ټی سی انتظامی معاملات په ترجیحی