
كېپ ټاؤن 29 جنوري(اے پي پي) سوئيلي افريقې د پاكستان په ضد د كركټ وروستي يو ورځني پرېكنده مېچ لپاره آل راؤنډر ويان ملډر په لوبډله كښې شامل كړو۔ ملډر په وروستي ځل تېر كال په ستمبر كښې په يو ورځني مېچ كښې نمائندګي كړې وه۔ د سوئيلي افريقې او پاكستان ترمېنځه د پنځو مېچونو د سېريز وروستې مېچ به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ په كېپ ټاؤن كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه سېريز دوه دوه مېچونه ګټلو سره برابر دے۔ وروستي مېچ لپاره د سوئيلي افريقې په سكواډ كښې کپتان فاف ډوپلیسی، هاشم آمله، کوئنټن ډی کوک، اینډل فیلک وایو، ډیوائن پریټوریس، کګیسوربادا، تبریز شمسي، ډیل سټین، ریسی وانډر ډوسن او ویان ملډرشامل دي