د سوئيلي افريقې او د پاكستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه پنځم او وروستې يو ورځنې كركټ مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

كېپ ټاؤن 28 جنوري (اے پي پي) د سوئيلي افريقې او د پاكستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه پنځم او وروستې يو ورځنې كركټ مېچ به ﴿سبا﴾ د شورو په ورځ په كېپ ټاؤن كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه پنځم مېچ د فائنل حېثيت اختيار كړے۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پنځو مېچونو دا سېريز دوه دوه مېچونه ګټلو سره برابر دے۔ د دواړو لوبډلو مشرانو پنځم مېچ ګټلو لپاره بيانونه وركړي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سختې مقابلې توقع ده