
اسلام آباد ۔ 28 جنوري (اے پي پي) ګرد هېواد كښې به د فرورۍ په پنځمه نېټه كشمير سره د يوالي ورځ لمانځلې شي٬ په دې لړ كښې په ټولو صوبائي سرښارونو٬ ضلعي ډويژونو ٬ تحصيل او په لويو ښارونو كښې به لاريونونه كولې شي چې مقصد ئې د نړيوالو پام د كشمير كشالې هواري او د كشميريانو د خپلواكۍ حق پلو راګرځول دي۔ په دې موقع به د بېلا بېلو سياسي ګوندونو تر سېوري لاندې خاص سېمينارونه ٬ كنفرنسونه ٬ مباحثې ٬مذاكراې او جلسې هم كولې شي چې په كښې به د هر مكتبه فكر شخصيات ګډون كوي