د سوئيلي افريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه درېم يو ورځنې نړيوال مېچ نن كېږي۔ د 5 مېچونو سيريز 1-1 سره برابر دے۔ مېچ به د پاكستاني وخت ترمخه ماښام 4 بجې پېل كېږي

سنچورین ۔ 24 جنوری (اے پی پی) د سوئيلي آفريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنو نړيوالو مېچونو سيريز درېم مېچ نن د جمعې په ورځ سنچورين كښې كېږي۔ د يو ورځنو مېچونو دا سېريز تر دې دمه 1-1 سره برابر دے۔ سرفراز الېون په اولني مېچ كښې پروټیز ته په 5 وکټونو ماتې وركړې وه۔ پروټیز لوبډلې په زړه پورې ډول كم بېك كولو سره ګرين شرټس ته 5 وكټونو سره ماتې وركړه او سيريز ئې 1-1 سره برابر كړې۔ مېچ به د پاكستاني وخت ترمخه ماښام 4 بجې پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو سرلوبغاړي راروان مېچ كښې كاميابي ترلاسه كولو له پرجوش دي۔ د پاكستاني سرلوبغاړي او لوبغاړو وېنا ده چې په دوهم مېچ كښې ماتې خوړولو سره زمونږ حوصلې كمزورې شوې نه دي۔ بلخوا كوربه لوبډله هم باور لري چې درې مېچ كښې به كاميابي ترلاسه كړي۔ هيله ده چې راروان مېچ كښې د دواړو لوبډلو ترمينځھ يوه خوندوره مقابله وشي۔ دا خبره دې ياده وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځھ څلورم مېچ به په 27 جنورۍ او پينځم او وروستې مېچ به په 30 جنورۍ كولې شي۔ دې نه وروستو به ددواړو لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز كولې شي