د نیوزی لېنډ او هند كركټ لوبډلو ترمينځه اولنې نړيوال كركټ مېچ نن كېږي

نیپیئر ۔ 22 جنوری (اے پی پی) د نیوزی لېنډ او هند كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 ورځونو نړيوالو كركټ مېچونو سيريز اولنې مېچ نن د شورؤ په ورځ كېږي۔ دواړه لوبډلې د سيريز ګټلو جوش او جذبه لري۔ سخته مقابله رامخې ته كېدې شي۔ كوربه لوبډلې كيويز اوس اوس سري لنكا او هند آسټرېليا ته ون ډے سيريز كښې ماتې وركړې ده۔ دواړه لوبډلې فارم كښې دي بياهم كيويز ته د هوم ګراؤنډ او كراؤډ ګټه ترلاسه ده۔ نو ځكه هند لپاره به نيوزي لېنډ يو خطرناك حريف ثابت شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دوهم مېچ به په 26 جنورۍ ٬ درېم په 28 جنورۍ، څلورم په 31 جنورۍ او پينځم او وروستې مېچ به په 3 فروري كولې شي۔ دې نه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځھ د ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز اولنې مېچ په 6 فروري ٬ دوهم په 8 فروري او درېم او وروستنې مېچ به په 10 فرورۍ كولې شي