د سوئيلي افريقا او پاكستان كركټ لوبډلې ترمينځھ دوهم يو ورځنې نړيول مېچ سبا كېږي پاكستانۍ كركټ لوبډلې ته سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ سرفراز الېون كښې د بريا يو په دوه كولو جوش او جذبه٬ مېچ به د پاكستاني وخت ترمخه ماښام 4 بجې پېل كېږي

ډربن ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د سوئيلي افريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځھ د 5 يو ورځني نړيوالو مېچونو سيريز دوهم مېچ سبا د نهې په ورځ ډربن كښې كولې شي۔ پاكستانۍ كركټ لوبډلې ته سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ سرفراز الېون په اولني مېچ كښې پروټیز ته 5 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ مېچ به د پاكستاني وخت ترمخه ماښام 4 بحې پېل كېږي۔ په اولني مېچ كښې د زړه پورې ګټې نه وروستو د پاكستانۍ كركټ لوبډلې حوصلې دنګې دي او هغوي دوهم مېچ ګټلو سره سيريز كښې د بريا يو په دوه كولو جذبه لري۔ بياهم ماتې خوړونكې لوبډله سيريز كښې د كم بېك كولو باور لري۔ ځكه دا به يوه خوندوره مقابله وي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ درېم مېچ به په 25 جنورۍ ٬ څلورم په 27 جنورۍ او پينځم او وروستې مېچ به په 30 جنورۍ كولې شي۔ دې نه وروستو به ددواړو لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز كولې شي