اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) پاكستان به په 19م اېشين جونيئر سكوائش چېمپن شپ كښې ﴿نن﴾ د شورو په ورځ دوه مېچونه كوي۔ د نهې په ورځ د پاكستان سكوائش فېډرېشن لخوا جاري شويو تفصيلاتو له مخې په تهائي لېنډ كښې به په دې ايونټ كښې پاكستان د شورو په ورځ خپل وړومبې مېچ د چين او دوهم مېچ به د سري لنكا په ضد كوي۔ د شېډول له مخې د پاكستان او د كوريا لوبډلو ترمېنځه به مېچ د جنورې په 17مه نېټه كېږي۔ په دې ورځ به د پاكسان او د هند ترمېنځه هم مېچ كېږي۔ د پاكستان لوبډله به خپل وروستې ليګ مېچ د جنورې په 18مه نېټه د تهائي لېنډ په ضد كوي۔ د پاكستان لوبډله په دې ايونټ كښې ګډون كولو لپاره تهائي لېنډ ته رسېدلې ده۔ دا چېمپئن شپ به د جنورې د 16مې نېټې نه د جنورې تر 20مه نېټه د تهائي لېنډ په پاتايا ښار كښې كېږي۔