اسلام آباد ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل ترسېوري لاندې د نیپال په ضد د 5 مېچونو سيريز تيارۍ له د مېرمنو بلائنډ كركټ لوبډلې تربيتي كېمپ سبا د نهې ورځ څخه بهاولپور كښې پېل كېږي۔ د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل ډائرېکټر مارکېټنګ او ورلډ بلائنډ کرکټ کونسل سینئر دوهم صدر سید محمد سلمان طارق بخاری د اتوار په ورځ “اے پی پی” سره خبرو كښې ووئيل بهاولپور كښې كېدونكي تربيتي كېمپ ته ټاكلې شوې 15 مېرمنې لوبغاړې راغوښتلې شوي دي۔ راغوښتلې شويو لوبغاړو كښې د قومی بلائنډ کرکټ لوبډلې مشره رابیعه شهزادی، صباح ګل، اقصیٰ عارف، بشرہ ظهور، سمیه ممتاز، انیلا شهزادی، سعدیه خالد، مهوش رفیق، نمرہ رفیق، رابیعه جاوید، نشه بخش، بسمه حسېن، کرن رفیق، طیبه بانو او ارم شهزادی شامل ده۔ دوئي ته به تربيه هېډ کوچ نفیس احمد، اسسټنټ کوچ بختاور او ټرېنر شاهدہ وركوي۔ ده ووئيل د نیپال وېمن بلائنډ کرکټ لوبډله به د جنورۍ په 27مه نېټه د پاكستان دوره كوي۔ مېلمنه لوبډله به د خپلې دورې په مهال د 5 مېچونو سيريز كوي۔ كومو كښې به چې اولنې مېچ په 29 جنورۍ لاهور ٬ دوهم او درېم مېچ په 31 جنورۍ او 1 فرورۍ فېصل آباد او څلورم او پنځم مېچ په 3 او 4 فرورۍ اسلام آباد كښې كولې شي۔ دې نه وړاندې ورلډ بلائنډ کرکټ لمېټډ دا سيريز اولنې نړيوال سيريز ګرځولې دې