آكلېنډ 01 جنوري (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او د سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ ﴿سبا﴾ د زيارت په ورځ ماؤنټ مونګنوئي كښې كېږي۔ د دې څخه وړاندې د نيوزي لېنډ لوبډلې د سري لنكا مېلمه لوبډلې له په ټېسټ سېريز كښې ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د يو ورځنو مېچونو د سېريز دوهم مېچ به د جنورې په 5مه نېټه او درېم او وروستې مېچ به د جنورې په 8مه نېټه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځ يواځنې ټي ټونټي مېچ به د جنورې په 11مه نېټه كېږي۔