ایډن برګ 19 دسمبر (اے پی پی) سكاټ لېنډ به راروان كال مئي كښې د افغانستان په ضد د يو ورځني نړيوالو مېچونو سيريز كوربتوب كوي۔ افغانستان دې نه وړاندې په كال 2016 ﺀ كښې د سكاټ لېنډ دوره كړې وه او دې كوربه لوبډلې ته ئې په يوازني يو ورځني مېچ كښې ماتې وركړې وه۔ د سكاټ لېنډ كركټ بورډ ددې خبرې اعلان كولو سره وئيلي چې قومي كركټ لوبډله به د مئي په 8 مه او 10 مه نېټه د افغانستان په ضد د دوه ورځو يو ورځني نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ دواړه مېچونه به په ګرينج كركټ كلب كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سكاټ لېنډ تېره مياشت د سري لنكا په ضد په 18 او 21 مئي د كېدونكو يو ورځني نړيوالو مېچونو كوربتوب كولو اعلان هم كړې دې