پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل د نيپال او پاكستان بلائنډ وېمن كركټ لوبډلو ترمينځھ د سيريز شېډول اعلان كړو۔ دوه مېچونه به اسلام آباد كښې كولې شي ورلډ بلائنډ کرکټ لمېټډ دا سیریز اولنې نړيوال سيريز وګرځولو

اسلام آباد ۔ 17 دسمبر (اے پی پی) پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل (پي بي سي سي) د نيپال او پاكستان بلائنډ وېمن كركټ لوبډلو ترمينځھ د سيريز شېډول اعلان كړو۔ دوه مېچونه به اسلام آباد كښې كولې شي۔ د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل (پی بی سی سی) چیئرمېن سیّد سلطان شاہ د ګل په ورځ “اے پی پی” ته ووئيل چې د پاكستان او نيپال بلائنډ مېرمنو لوبډلو ترمينځھ په 5 مېچونو مشتمل دا اولني نړيوال سيريز به راروانه مياشت پاكستان كښې كولې شي۔ د دواړو هېوادونو لوبډلو ترمينځھ اولنې مېچ به په 29 جنوري لاهور ٬ دوهم او درېم مېچ به په 31 جنوري او د فرورۍ په 1 مه نېټه فېصل آباد او څلورم او پنځم مېچ به په 3 او 4 فرورۍ اسلام آباد كښې كولې شي۔ ورلډ بلائنډ كركټ لمټېډ دا سيريز اولنې نړيوال سيريز ګرځولې دې۔ دې نه وړاندې چې كوم سيريز د وېسټ انډیز او انګلېنډ بلائنډ مېرمنو لوبډلو ترمينځھ شوې وو دهغې منطوري ورلډ بلائنډ کرکټ لمېټډ څخه اخستلې شوې نه وه۔ سیّد سلطان شاہ ووئيل پاكستان د نيپال په ضد د بلائنډ مېرمنو كركټ لوبډله جوړه كړې ده او په دې اړه به باضابطه اعلان جنورۍ كښې كولې شي