یاسر شاہ ته په ټېسټ كركټ كښې د نوي تاريخ رقم كولو موقع ترلاسه شوه ۔ تر ټولو زياتې تندۍ سره د 200 وكټونو نړيوال ريكارډ جوړولو له به 5 نور وكټونو ترلاسه كول وي

ابوظہبی ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) یاسر شاہ ته په ټېسټ كركټ كښې د نوي تاريخ رقم كولو موقع ترلاسه شوه ۔ تر ټولو زياتې تندۍ سره د 200 وكټونو نړيوال ريكارډ جوړولو له به 5 نور وكټونو ترلاسه كول وي۔ دده اوسنې فارم او كاركردګي نظر كښې نيولو سره ددې خبرې قوي امكان دے چې هغه به د ګل ورځې څخه پېل كېدونكي ټېسټ مېچ كښې د 200 وكټونو هندسې څخه تېر شي۔ كه دې كامياب شو نو دې به د نړۍ تر ټولو زياتې تندۍ سره د 200 وكټونو ترلاسه كولو نړيوال ريكارډ جوړ كړي۔ ياسر شاه تر دې دمه په 32 مېچونو كښې 195 وكټونه ترلاسه كړې دي۔ دا مهال دا ريكارډ پخواني آسټرېلوي باؤلر ګريمټ سره دے چا چې 200 وكټونه په 36 مېچونو كښې اخستلې دي۔ د پاکستان لخوا وسیم اکرم 414 وكټو سره په اولني ٬ وقار يونس 373 سره په دوهم ٬ عمران خان 362 سره په درېم ٬ دانش کنیریا 261 سره په څلورم ٬ عبدالقادر 236 سره په پنځم او ثقلین مشتاق 208 وکټونو سره په شپږم لمبر موجود دے