خانیوال ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) پروفیسر زېنب مسعود وئيلي د ګران پېغمبر (ص) په پاك سيرت عمل كولو سره مونږ په دنيا او آخرت كښې كاميابۍ ترلاسه كولې شؤ۔ د هغوي تعليمات مونږ ته د صبر ٬ زغم او اخلاقو درس راكوي د كومو خپلولو سره چې مونږ خپل ژوند ښائسته جوړولې شؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې د مېرمنو ګورنمنټ پوسټ ګرېجواېټ کالج كښې د ميلاد مصطفی دستورې ته د خاص مېلمنې په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې پخوانۍ پرنسپلې پروفېسر عابده فاطمه ٬ پروفېسر شازيه قادري ٬ پروفېسر نګهت احسان او د روبينه مغل په شمول نورو پروفېسرانو ٬ لېكچررانو او طالبعلمانو هم ګډون وكړو۔