اولس مشر ډاكتر عارف علوي د دارالعلوم حقانيې دوره ٬ حامد الحق سره ئې د مولانا سميع الحق په مړينه غمرازي وكړه

نوشهرہ ۔ 01 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د خالي په ماښام اكوړه خټك كښې د دارالعلوم حقانيې دوره وكړه او د مولانا سميع الحق په مړينه ئې غمرازي وكړه څوك چې پنډۍ كښې د خپل كور دننه نامعلومه كسانو وژلې وو۔ اولس مشر په دې مهال دده په قبر فاتحه خواني اوكړه او دده ځوئي حامد الحق سره ئې غمرازي وكړه۔ ده د ارواښاد لوړو درجو له دعا هم وكړه۔ اولس مشر هېواد كښې د جمهوريت ودې له د ارواښاد خذماتو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د مولانا سميع الحق پلار محترم مولانا عبد الحق د كال 1973ﺀ آئين لاس ليك كوؤنكو كښې شامل وو۔ ده ووئيل د مولانا سميع الحق وژونكي نيول او دوئي انصاف سره مخامخ كول د حكومت ذمه واري ده۔