دوهم پي پي اېل بلائنډ كركټ كپ به د نومبر په 27مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 24 نومبر(اے پي پي) د پاكستان بلائنډ كركټ كونسل تر سيوري لاندې دوهم پي پي اېل بلائنډ كركټ كپ به د نومبر په 27مه نېټه پېل كېږي كوم به چې د دستمبر تر وړومبې نېټه روان وي۔ د پاكستان بلانډ كركټ كونسل چيئرمېن سيد سلطان شاه وئيلي دي چې په پېښور كښې به په شېډول چېمپئن شپ كښې 6 لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د اسلام آباد٬ پېښور٬ ګوجرانواله٬ بهاولپور٬ اېبټ آباد او اټك لوبډلې شاملې دي