د وزیراعظم عمران خان د ماليزيا دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ نوې دور پېل شي

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) په ماليزيا كښې د پاكستاني هائي كمشنر نفيس زكريا وئيلي دي چې د وزیراعظم عمران خان د ماليزيا دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ نوې دور پېل شي۔ د نهې په ورځ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل دواړه هېوادونه د اوږدې مودې راهسې ښې دوه اړخيزه اړيكې لري او د وزيراعظم اوسنۍ دورې سره به اقتصادي اړيكې لا مستحكم شي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په منطقه كښې ډېر اهميت لري او د خوراك ٬ دفاع ٬ معيشت او په نورو څانګو كښې نزدې مرسته كولې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان اوسنۍ دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تېرو 16