اېنټيګوا 20 نومبر (اے پي پي﴾ د آئي سي سي وېمنز نړيوال ټي ټونټي كركټ كپ د سېمي فائنل مېچونه به ﴿سبا﴾ د زيارت په ورځ كېږي۔ د خبر له مخې په وېسټ انډيز كښې په روان وېمنز نړيوال ټي ټونټي كپ كښې څلور لوبډلې سيمي فائنل پړاؤ ته رسېدلې دي۔ وړومبې سيمي فائنل مېچ به د دفاعي چېمپئن وېسټ انډيز او د آسټراليا د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ دوهم سېمي فائنل به د انګلستان او د هند ترمېنځه كېږي۔ د دې نړيوال كپ فائنل مېچ به د نومبر په 24مه نېټه كېږي