15م قومي بېس بال چېمپئن شپ به راتلونكې مياشت كېږي

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د پاكستان بېس بال فېډرېشن ترسيوري لاندې 15م قومي بېس بال چېمپئن شپ به راتلونكې مياشت په دسمبر كښې په لاهور كښې كېږي۔ د پاكستان بېس بال فېډرېشن صدر سيد فخر علي شاه له مخې د چېمپئن شپ تيارې روانې دي۔ په چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه لس لوبډلې برخه اخلي په كومو كښې چې د پاکستان آرمی، پاکستان واپډا، پاکستان پولیس، هائرایجوکیش کمیشن، پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبر پښتونخوا، اسلام آباد او فاټا لوبډلې شاملې دي۔