په پاكستان پرېميئر فټ بال ليګ كښې به ﴿سبا﴾ درې مېچونه كېږي

پېنډې 17 نومبر (اے پي پي) په پاكستان پرېميئر فټ بال ليګ كښې به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ نور درې مېچونه كېږي۔ د پي اېف اېف له مخې وړومبې مېچ به د بلوچ اېف سي نوشكي او د كے الېكټرك اېف سي ترمېنځه كېږي٬ دوهم مېچ به د اېس اېن جي پي اېل او د پي اے اېف لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ دريم مېچ به د پاكستان آرمي او كے آر اېل لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ د يادونې وړ ده چې په دې ټورنامنټ كښې د پي اے اېف لوبډله 24 پوائنټس سره په وړومبي نمبر ده۔ د كے آر اېل لوبډله په دوهم او د واپډا لوبډله په دريم نمبر ده۔