د انټرنیشنل بلیئرډ سنوكر فېډریشن د عمومي كونسل غونده په ميانمر كښې كېږي

اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د انټرنیشنل بلیئرډ سنوكر فېډریشن د عمومي كونسل غونده په ميانمر كښې په 25م نومبر كېږي چې پكښې به د پاكستان د بلیئرډ اینډ سنوكر ایسوسی ایشن صدر منور حسېن شیخ ګډون كوي۔ د غونډې مشري به قطر كوي او په غونډه كښې به د 55 هېوادونو عهدېداران ګډون كوي