حكومت دې د تښتولې شوي افسر په حقله د اندېښنې وړ اطلاعاتو په اړه تفصيلي بيان وركړي

اسلام آباد 14 نومبر (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني حكومت ته سپارښتنه كړې چې(نن)د زيارت په ورځ د تښتولې شوي افسر په اړه د تشويش وړ اطلاعاتو په حقله غونډه كښې تفصيلي بيان وركړي۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د مخالفې ډلې مشر راجه ظفرالحق ووئيل شيري رحمان مهمه خبر كول غواړي هغې له دې موقع وركړې شي۔سناتورې شيري رحمان ووئيل نن په كمېټۍ كښې هم د دې خبرې ځواب نه دې وركړی شوې چې د اېس پي طاهر داوړ څه وشو٬حكومت دې په دې معامله وضاحت وكړي۔د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل دا مهمه او د سنجيده نوعيت معامله ده٬د پوليس افسر په حقله چې كوم خبرونه رامخې ته كېږي٬په هغې د كورنيو چارو سېكتر سره خبره شوې٬ ده ووئېل سركاري او مصدقه ذريعو تراوسه د پوليس افسر په حقله كوم تصديق نه دې كړی په دې اړه به تفصيلي بيان د اړوندو چارواكو څخه د ترلاسه كولو نه پس وركولې شي۔د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه ظفرالحق ووئيل دا د كورنيو چارو وزارت معامله نه ده٬دا پیښه جلال آباد كښې رامخې ته شوې٬د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل سبا به پھ دې اړه ايوان كښې تفصيلي خبره وكړې شي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل سبا د جلال آباد څخه راپور راوغواړئ او د كورنيو چارو دوهم وزير يا د اطلاعات وزير دې ځواب وركړي