كېنډي 13 نومبر(اے پي پي) د سري لنكا او د انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ د نومبر په 14مه نېټه په كېنډي كښې پېل كېږي۔ د انګلستان د كركټ لوبډلې په وړومبي ټېسټ مېچ كښې سري لنكا ته ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټېسټ مېچ به د نومبر په 23مه نېټه په كولمبو كښې پېل كېږي